د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د عراق په الانبار ولایت کې یوې امنیتی سرچینې نن پنجشنبه د مرغومی په ۲۰ مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې له منځه وړل شوی دی.
دغې سرچینې زیاته کړه: د الحشد الشعبې ځواکونو د داعش د یو لوړ رتبه مشر په لاره کې چې غوښتل یې د انبار ولایت د فلوجه ښار په شمال کې «الصقلاویه» ناحیې په امنیتی مرکز باندې حمله وکړی، کمین ونیول او پرته له کوم مقاومت څخه هغه ونیول.
سرچینې ټینګار کړی: د داعش دغه قوماندان په جعلی اسنادو سره خپل مطلوب ځای ته د رسیدو نیت درلود. دغه کس د تروریستي اعمالو او پر عراقي ځواکونو د بریدونو له امله تر تعقیب لاندې وه او د داعش یو له لومړۍ درجې قومندانانو څخه ګڼل کیږي.
دغې سرچینې څرګنده کړه: دغه نیول شوی قوماندان د الانبار ولایت د بې ثباته کولو لپاره د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو هوډ درلود. د الحشد الشعبې ځواکونو لخوا ترلاسه شوي معلومات د داعش د مشر د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو تحرک شنډ کړ.
له دې مخکې عراقی سرچینو په الانبار کې د داعش د عناصرو د یو پټ تونل د کشفولو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ: د الحشد الشعبي ځواکونو د «راوه، الرطبه و القائم» په سیمو کې د داعش د پټنځایونو د پېژندلو او له منځه وړلو په برخه کې عملیات ترسره کړل.
په دغو تونلونو کې په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو. د داعش عناصرو دغه تونلونه د خپلو تجهیزاتو د پټولو لپاره کارول.
د پیغام پای/
Your Comment